ار ټي عربي رسنۍ راپور ورکړی، چې د اسرائیلي پوځ لوی درستیز ايال زامیر د کابینې په ناسته کې په خورا توندو الفاظو خبرداری ورکړی، چې پوځ یې د ایران او حزب الله پر وړاندې جګړه کې سخت ستړی او د دړې وړې کېدو له خطر سره مخ دی.
نوموړي پر حکومت نیوکه کړې، چې د مذهبي یهودیانو (حریدیانو) جبري عسکرۍ او د سرتېرو خدمت مودې غځولو په اړه لازم اقدامات نه کوي او که وضعیت همداسې دوام ومومي، پوځ به په نږدې راتلونکي کې د عملیاتو ترسره کولو وړتیا له لاسه ورکړي.
له بل لوري د اپوزیسیون مشر لاپید او پخواني دفاع وزیر بني ګانتس هم ورته اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې نتنیاهو د پوځ کمزورۍ په اړه د لوی درستیز خبرداري له پامه غورځوي.
دوی پر حکومت نیوکه کړې چې له یوې خوا د منځني ختیځ بدلولو خوبونه ویني، خو له بلې خوا په پوځ کې د سرتېرو پر کمښت او فشارونو سترګې پټوي.
