د پاکستان پوځي رژیم تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی، چې د خیبر پښتونخوا باجوړ ولسوالۍ په واړه ماموند سیمه کې د دغه رژیم د پولیسو پر پوسته د کواډکوپټر ډرون پر مټ برید شوی.

ویل شوي، دې برید کې څلور عسکر ټپیان شوي چې د دوه تنو وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د دې برید مسئولیت تر دې مهاله کومې ډلې نه‌دی منلی، خو باجوړ کې پاکستاني طالبان فعال حضور لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version