Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»بادغیس کې د ۲۱کلیو لپاره د برېښنا رسونې چارې بیا پیل شوې
    افغانستان

    بادغیس کې د ۲۱کلیو لپاره د برېښنا رسونې چارې بیا پیل شوې

    عمران آغاعمران آغا27 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، د ترکمنستان ۱۱۰ کیلوولټ د لېږد مزي په مسیر کې د بادغیس د ۲۱ کلیو لپاره د ۲۰/۰،۴کیلوولټ برېښنا رسونې پروژې چارې یو ځل بیا پیل شوې.

    له برېښنا شرکت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ترکمنستان ۱۱۰ کیلوولټ انتقالي مزي په مسیر کې د بادغیس ۲۱ کلیو لپاره د ۲۰/۰،۴ کیلوولټ برېښنا رسونې پروژې تړون په ۲۰۱۸ کال کې د ۱.۸ مېلیون امریکايي ډالرو په ارزښت له M/S Supreme Company & Private LTD شرکت سره لاسلیک او عملي چارې يې پيل شوې.: «د یادې پروژې ساختماني چارې تردې دمه څه باندې ۶۸ سلنه پرمختگ کړی او د پروژې سویچ بورډونو او مېټربکسونو پرته نور ټول د اړتیا وړ تجهیزات چمتو او گڼ شمېر يې نصب شوي دي.»

    د یادونې ده چې د دې پروژې چارې په ۲۰۲۰ کال کې د ځینو ستونزو له امله د افغانستان برېښنا شرکت او اوبو او انرژۍ وزارت له لوري ځنډېدلې وې؛ خو له نېکه‌مرغه یې بودیجه په روان ۱۴۰۳ ش کال کې د افغانستان اسلامي امارت له لوري منظوره شوه او ټاکل شوې د پروژې چارې د تړون لاسلیک نېټې له غځېدو او د قراردادي کمپنۍ انوایسونو له ورکړې وروسته بېرته پیل شي.

    د نوموړې پروژې ظرفیت ۲.۴ مېگاواټه دی چې په بشپړېدو سره به يې د سیمې شاوخوا ۳۳۰۰ پېرودونکي د برېښنا له نعمته برخمن شي.

    د افغانستان ډېره برېښنا وارداتي ده، چې له ترکمنستان، تاجیکستان، ازبېکستان او ایران څخه وارد شوې ده. افغانستان د اوسنیو وگړو لپاره د ۲۴ ساعته برېښنا گڼې سرچینې لرو؛ خو تېرو حکومتونو د کورنیو سرچینو پر ځای په وارداتي برېښنا اتکاء کړې، چې له امله یې د طبیعي پېښو او د ژمي په موسم کې نیمايي افغانستان برېښنا نه لري.

    مخکینۍ مقالهبیت الله د نړۍ تر ټولو ګرانه بيه ودانۍ وشمېرل شوه
    راتلونکي مقاله چينايي سوداګر په افغانستان کې د سولرو د تولید په برخه کې ۴۰ ميليونه ډالره پانګونه کوي

    مربوطه لیکنې

    د کاپيسا له صیادو څخه نوي کابل ښار ته د پاکو اوبو د انتقال پروژه د ډیزاین په پړاو کې ده

    23 سپتمبر 2026

    د هند بهرنيو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستاني رژيم بريدونه د افغانستان د حاکميت نقض بللی

    23 سپتمبر 2026

    د اسلامي همکاريو سازمان افغان حکومت سره پر تعامل ټينګار کړی

    23 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 23 سپتمبر 2026

    د کاپيسا له صیادو څخه نوي کابل ښار ته د پاکو اوبو د انتقال پروژه د ډیزاین په پړاو کې ده

    د کور او ښار جوړونې وزارت وايي، راتلونکي کې د نوي کابل ښار اوبو اړتیاوو…

    د جرمني لويديځ کې د امريکا پوځ اړوند يوه F-16 جنګي الوتکه لوېدلې

    23 سپتمبر 2026

    ګرينلنډ کې د امريکا د پوځي اډو‌ جوړولو هوکړه لاسليک شوه

    23 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د کاپيسا له صیادو څخه نوي کابل ښار ته د پاکو اوبو د انتقال پروژه د ډیزاین په پړاو کې ده

    23 سپتمبر 2026

    د جرمني لويديځ کې د امريکا پوځ اړوند يوه F-16 جنګي الوتکه لوېدلې

    23 سپتمبر 2026

    ګرينلنډ کې د امريکا د پوځي اډو‌ جوړولو هوکړه لاسليک شوه

    23 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،259 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.