اتحاد المجاهدین په يوه خبرپاڼه کې وايي، چې ځواکونو یې نن سهار څه باندې ۵ بجې په بنو ولسوالۍ کې د پاکستان د سرحدي پوځيانو په يوه مهم مرکز د موټر بم بريد ترسره کړی او ورپسې څلور سرتېري مرکز ته ننوتي او په جګړه بوخت شوي.
د معلوماتو له مخې له ۴ تنو سرتېرو څخه یې يوه ژوند له لاسه ورکړی او ۳ لا هم جنګېږي.
دغه راز تر دې مهاله په ياد بريد کې د پاکستاني حکومت ۳۴ امنیتي سرتیري وژل شوي او شاوخوا ۲۰ نور ټپيان دي.
اتحادالمجاهدين د بريد د پای ته رسېدو په اړه د پاکستان د حکومت ادعا رد کړې او په خبره یې جګړه لا هم روانه ده او سرتېرو یې د پوځي مرکز ډېری برخې تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.