شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د ننګرهار په همېشهبهار سبسټېشن کې د ۳۰ مېګاواټه ظرفیت لرونکي کپسېټر بانک د نصبولو چارې پیل شوې.د سرچینې د معلوماتو لهمخې، دغه پروژه د برېښنا ولټاژ د پیاوړتیا، ضایعاتو د کمښت او پېرېدونکو ته د ښه خدماتو وړاندې کولو لپاره پیل شوې ده.د پروژې د پرانیستې مراسمو کې د برېښنا شرکت اجراییوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر ویلي، چې تېر شل کاله ټرېلیونونه ډالر افغانستان کې مصرف شول؛ خو له دې مصارفو سره سره د افغانستان خلک د ژوند اسانتیاوو بنسټيزې پروژې او سهولتونه نه لري.د یادونې ده، چې د افغانستان برېښنا شرکت له دې وړاندې د ننګرهار شیخ مصري صنعتي ښارګوټي لپاره د ۴۰ مېګاواټه او د لغمان لپاره د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې چارې هم پیل کړې دي.
مشرتابه: ا.ا له ټولې نړۍ سره د شریعت په چوکاټ کې سیاسي او اقتصادي اړیکې غواړي او په دې برخه کې یې خپل مسئولیت ادا کړی24 مې 2026
مشرتابه: د ا.ا په حاکمیت سره د ټولو اتباعو شرعي حقوق محفوظ دي؛ څوک پر چا ظلم نشي کولای او د ظلم مخه نیول کېږي24 مې 2026