دا چې بغاوتګرو د قومي او سمتي تعصب لار غوره کړې، غواړي چې خپل شوم اهداف ترلاسه کړي او افغانستان د بربادۍ کندي ته یوسي، دا فکر باید له خپلو مغزو څخه وباسي، ځکه اوس هغه افغانان نه دي، چې د هر چا په تشو وعدو او دروغجنو شعارونو به دوکه کېدل او په هر چا به یې باور کاوه، دوی له تېرو پېښو کافي تجربه او عبرت اخیستی.

دا چې بغاوتګر تعصباتو ته لمن وهي، اړینه ده چې تعصب وپېژنو؛ تعصب چې په قوم پرستي او نژاد پرستي یې هم تعبیرولای شو، هغه مهلک مرض دی چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم یې بد بویه پدیده بولي؛ د علماء کرامو په نظر د عصبیت لومړنی باني شیطان دی، شیطان د خپل عنصري تعصب په اساس ځان تر نورو مخلوقاتو اعلی باله، شیطان به ویل چې زه ادم علیه السلام ته سجده نه کوم، ځکه زه له ده څخه په اصل عنصر کې افضل یم.

د تعصب ټکی، بې بنسټه او نا مناسبو باورونو ته هم کارېدلای شي، دا ټکی هر هغه نا مناسب چلند ته هم ویل کېدای شي، چې کله نا کله د معقول اغېز مخه نيسي. د افغانستان په تاریخ کې د شر او فساد ډلو، د ورانکاره فعالیتونو د ترسره کولو لپاره، قومي، ژبني، توکمیز او سمتي تعصباتو ته لمن وهلې او په ولسي کچه یې اختلافات رامنځ ته کړي دي.

څلور لسیزې شر او فساد په همدې تعصباتو کې افغانستان د بربادۍ لور ته نږدې کاوه او لا یې هم هڅې دوام لري؛ خو په تعصباتو کې تنها د شر او فساد بقاء نغښتې ده، نه یې ولس ته ګټه شته او نه هم ځانګړو قومونو ته، ځکه په افغانستان کې ګډي ګټې د ټولو قومونو په یووالي ترلاسه کېږي.

د هېواد د بربادۍ لپاره د شر او فساد هر عامل تر خپله وسه هڅه کړې او لا یې هم کوي، تر څو خپلو ټاکلو موخو ته ورسېږي؛ بغاوتګر د افغانانو ترمنځ شیطاني کړنې او تعصبات عاموي، تر څو له دې لارې افغانستان تل د جنګ او نورو د لوبو میدان وګرځوي؛ لکه څنګه چې دا ډله د پردیو لخوا رامنځ ته شوې او د پردیو لخوا پلانونه ورکول کېږي، همداسې د هغوی د ګټو لپاره جنګېږي؛ تعصبات یې د ابزار په توګه یادولای شو.

بغاوتګرو همېشه د وروڼو قومونو تر منځ د قومي او سمتي اختلافاتو په اړه تبلیغاتو ته زور ورکړی وي، دوی د معلوماتو په خلاء کې قرار لري؛ د دوی هره ډله له پښتنو پرته یو ځانګړی قوم لوی اکثریت بولي، خو د کرزي د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د علومو اکاډمۍ په خپله سر شمېرنه کې، په سلو کې دوه شپېته فیصدي د پښتنو، دوولس سلنه د تاجکانو، نهه سلنه د هزاره توکم او پاتې نور څوارلس سلنه نور قومونه وښودل. اصلاً د افغانستان جغرافیاوي جوړښت له هر قوم پرته نیمګړی دی او لکه څنګه چې د ټولو قومونو په شتون کې افغانستان جوړېږي، همداسې د هر سمت په شتون او با استعداده کدرونو هېواد جوړېږي.

ټول قومونه یو له بل سره برابر دي، د مشترکاتو له امله هیڅ یو پر بل بهتري نه لري او یو له بل پرته نیمګړي هم شمېرل کېږي؛ شر او فساد یا هم بله هره ډله که قومي او سمتي تعصباتو ته لمن وهي، تنها یې هدف د افغانستان بربادي او خپلو شومو اهدافو ته رسېدنه ده، ځکه د افغانستان په نوم جغرافیه له هر قوم پرته نیمګړې ده. افغان ملت باید درک کړي، چې د شر او فساد لارویان د قومي او سمتي تعصباتو په لار کې، د ولس په قرباني کولو سره تنها خپلو شومو اهدافو ته رسېدنه غواړي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version