د بغلان د نشه يي توکو پروړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو د دغه ولایت د مرکز پلخمري ښار له بېلا بېلو سیمو څخه په نشه يي توکو د ۶۰ روږدو کسانو د راټولولو خبر ورکړی دی.

د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبینو د یاد ولایت د مرکز پلخمري ښار له بېلا بېلو سیمو څخه په نشه يي توکو ۶۰ روږدي کسان راټول او د درملنې مرکزونو ته یې لېږدولي دي.

نوموړي زیاته کړې، دغه روږدي کسان به له ۳ میاشتې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو ۲ کلونو کې په یاد ولایت کې په نشه يي توکو د نږدې ۴ زره روږدو کسانو درملنه شوې او خپل عادي ژوند ته ستانه شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version