د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د تازه پرېکړې له مخې هغه دولتي کارکوونکي، چې تقاعد ته سوق شوي او یا په روان کال کې تقاعد ته برابرېږي، د روحي او جسمي وړتیا درلودلو په صورت کې یې د خدمت موده دوه کاله تمدید شوه.

یاد کمېسیون ویلي، دغه پرېکړه يې د لوړو زده کړو وزارت په وړاندیز د ریاست الوزراء مقام ته د تائيد په موخه لېږلې وه، چې د ریاست الوزراء مقام د لارښوونې سره سم پرېکړه وشوه؛ چې د ښوونیزو او تحصلي بنسټونو هغه استادان او د نورو دولتي ارګانونو مسلکي، تخصصي او تخنیکي کارکوونکي، چې تقاعد ته سوق شوي، او یا تقاعد ته برابر دي، د روحي او جسمي وړتیا درلودلو په صورت کې د خپل لومړۍ درجه آمر له تایید وروسته د هغوی تقاعد رفع او د خدمت موده یې د دوو کلونو لپاره تمدیدېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې؛ یاده پرېکړه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د وري میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د تایید وړ ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version