یوې امنیتي سرچینې هندوکش غږ ته وویل، چې امنیتي ځواکونو نن له غرمې وروسته درې بجې د بغلان د نهرین ولسوالۍ شیندرې سیمه کې د بغاوتګرو د قومندان محمد علي له کور سره څېرمه عملیات کړي، چې په پایله کې یې ۵۲ فایره د هاوان مرمۍ نیول شوي دي.

د سرچینې په خبره، محمد علي د تېرې ادارې پر مهال د نهرین امنیه قومندان و، چې اوسمهال له هېواده بهر اوسېږي او په دې وروستیو کې د بغاوتګرو قومندان ټاکل شوی.

د یادؤنې وړ ده چې نن سهار وختي هم په همدې ولسوالۍ کې د باغیانو دوه قومندانان (عبدالصمد حمزه او خیرو) وژل شوي وو.

همدا راز روانه اوونۍ په کابل کې د شر او فساد ډلې دوه هغه غړي هم له منځه تللي وو، چې د امنیتي ځواکونو پوستو ته به یې لاسي بمونه غورځول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version