همدا راز دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویلي چې: “د افغانستان د ملي حاکميت د نقض د احتمال په تړاو د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې یو ناسنجیده عمل او د اوبو خړولو هڅه ده چې د هېچا په ګټه نه ده”.

همدا راز په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي: “د پاکستان رهبرۍ ته په کار ده، هېچاته اجازه ور نه کړي چې په د حساسو موضوعاتو کې داسې حساسيت‌ پاروونکې څرگندونې وکړي”.

په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي: “د ا.ا.ا. د ملي دفاع وزارت په ډاگه کوي، که هر څوک په هره بهانه او عنوان زموږ پر حریم تجاوز وکړي د عواقبو مسئولیت به یې په خپله غاړه وي”.

ملي دفاع وزارت وايي چې “د افغانستان اسلامي امارت اصولي دریځ دا دی چې اجازه نه ورکوي د افغانستان خاوره د کوم بل هېواد په وړاندې وکارول شي”.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version