د عامې روغتیا وزارت وايي، د دغه وزارت له لوري د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د ۵۰ زره امریکايي ډالرو په لگښت یو روغتیايي مرکز پرانیستل شو.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه روغتیايي مرکز د چهاربولک ولسوالۍ په نوارد کلي کې جوړ شوی، چې د یادې سیمې ۱۲زره او ۵۰۰ اوسېدونکو ته به پکې روغتیايي چوپړتیاوې وړاندې کېږي.

د یو بل خبر له مخې، د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني په بلخ کې د ابو علي سینا بلخي روغتون څخه لیدنه کړې او د یاد روغتون په لاسته‌راوړنو او ستونزو یې د دغه روغتون له ډاکټران سره خبرې کړې دي.

که څه هم په هېواد کې اوسمهال سلگونه روغتونونه، روغتیايي مرکزونه او کلینکونه فعال دي؛ خو له گڼو یې خلک شکایت کوي چې روغتیايي اسانتیاوې یې کمې او بیې یې خورا لوړې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version