د بلخ ولایت امنیه قومندانۍ مسولین وایي، چې د امنیه قومندانۍ د پولیسو لخوا یو تن سوداګر د بلخ ولایت د شپږمې امنیتي حوزې اړوند ساحه کې د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو.د بلخ امنیه قومندان ملا عبدالرازق راشد وایي: ” د “فواد اکبرزاده” په نوم یو تن سوداګر د مزار شریف ښار اتمه حوزه کې له خپل کوره تښتول شوی و، چې د دوو ساعتونو وروسته د امنیتي ځواکونو لخوا د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شو او بیرته خپلې کورنۍ ته وسپارل شو”ښاغلي راشد زیاته کړه، چې د هېوادوالو د ژوند د خوندیتوب لپاره امنیتي ځواکونه شپه او ورځ په دنده بوخت دي او هیڅوک د دوی ژوند ته ګواښ نه شي پيښولی.دا په داسې حال کې ده، چې تېره اداره کې په مزار شریف ښار کې اختطاف په یوه عادي چاره بدل شوی و، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د مزار شریف ښار په ګډون په ټول هېواد کې د انسان تښتوونکو پر وړاندې جدي مبارزه شوې ده.بل لور ته یو شمېر هېوادوال د اوسني خوندي چاپیریال څخه خوښ دي او له امنیتي ادارو څخه غواړي، چې د انسان تښتوونکو پر وړاندې باید له جدیت څخه کار واخلي، څو د داسې کړنو مخنیوی وشي او سوداګر خپلې ورځنۍ سوداګریزې چارې په ډاډه زړه پر مخ یوسي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version