د ننګرهار ولایت مسولینو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د کرل شویو کوکنارو د لمنځه وړلو خبر ورکړی دی.د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند حافظ عبدالبصیر زابلی وایي، چې د کوکنارو د کښت د لمنځه وړلو کمپاین په دوام یې تېره ورځ د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیمو کې په ۵۱ جریبه او دوه بسوې ځمکه باندې کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي او یاده اندازه ځمکه یې د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړېده.هغه وویل: ” د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد په ګډون اچين، سره رود، خوګیاڼو، سپین غر، پچیراګام، رودات، شینوارو او چپرهار ولسوالیو په ځينو سیمو کې کوکنار کرل شوي و، چې د امنیه قومندانۍ د منسوبینو لخوا له منځه وېوړل شول او یاده اندازه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه”.نوموړی وایي، چې دغه کمپاین د سلواغې میاشتې په اتمه نېټه د کورنیو چارو وزارت په لارښوونه پیل شوی دی او تر هغې به دوام کوي، څو چې ټول کرل شوي کوکنار له منځه نه وي وړل شوي. له دې وړاندې د لغمان، نیمروز او یو شمېر نورو ولایتونو څخه هم د لسګونه جریبه کرنیزه ځمکه باندې د کرل شویو کوکنارو د لمنځه وړلو راپورونه خپارل شوي و.بل لور ته د کندوز ولایت امنیه قومندانۍ مسولین په دغه ولایت کې د نشه یي توکو د پېر او پلور په تور د نهو تنو د نیولو خبر ورکړیدی.د کندوز ولایت د امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خپرپاڼه کې ویل شوي، چې یاد اشخاص د کندوز ولایت مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د پولیسو لخوا نیول شویدي.په خبر پاڼه کې ویل شویدي: ” له نیول شویو کسانو سره ۳۸۰ قرصه تابلیت کا، ۲۳۲۷ ګرامه شیشه او ۴۹۹ ګرامه چرس هم نیول شویدي”.یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې د افغان حکومت د مشرتابه لخوا د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او د کوکنارو د کښت د لمنځه وړلو په موخه اړوندو ادارو او مسولینو ته جدي لارښوونې او سپارښتنې شویدي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version