د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، کابل په نوي ښار په لومړي فاز کې یو معیاري طبي کمپلېکس جوړېږي.له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، کابل ښار کې د یو معیاري طبي کمپلېکس جوړولو لپاره ټاکل شوې کمېټې د پینځو ناستو وروسته هوکړه وکړه، چې یاد طبي کمپلېکس دې د نوي ښار پروژې په لومړي فاز کې جوړ شي.د خبرپاڼې له مخې، یاد طبي کمپلېکس به د نوي کابل ښار د لومړي فاز په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې جوړ شي.:« په ټاکل شوې کمېټه کې د عامې روغتیا وزارت اړتیاوو، مشخصاتو او معیارونه هم په پام کې نیول شوي دي. دغه طبي کمپلېکس به په داسې ځای کې جوړ شي چې له ښار گڼهگوڼې څخه لرې وي او د خلکو ورته لاسرسی هم اسانه وي.»نوی کابل ښار د ده سبز ولسوالۍ ټولې سيمې او شکردرې، قره باغ، ستالف او کلکان ولسواليو يو شمېر سيمې او د پروان بگرام ولسوالۍ د باریک آب سيمه په بر کې نيسي. یاد ښار ۷۴۰ کیلو متره مربع مساحت لري، چې له اوسني ښار څخه کابو ۱.۵ چنده لوی دی.د کور او ښار جوړولو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د یادې پروژې ماسټر پلان به په ۱۵ کلنو کې په دوو پړاوونو کې پلی شي.دغه راز په لومړي پړاو کې به یو نیم مېلیون خلکو ته ۲۵۰ زره د استوگنې کورونه جوړ شي.