د پاکستاني طالبانو غورځنګ اړوند عمر ميډيا د خپل مياشتني راپور په خپرولو سره ویلي، چې ځواکونو یې د روان میلادي کال په تېره جولای میاشت کې د خیبر پښتونخوا او پاکستان په بېلابېلو سیمو کې ۳۶۰ بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې د پاکستان د بېلابېلو امنيتي ادارو ۴۱۵ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د خپرو کړيو معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې د پاکستان د بېلابېلو امنیتي ادارو ۱۳۹ تنه وژل شوي، ۲۷۶ ټپيان او ۱۳ تنه نور ژوندي نیول شوي، چې پکې پوځیان، پولیس، ملېشې او ځایي اربکیان شامل دي.

سرچينې همدا راز ويلي، چې په دې موده کې تر ټولو ډېر ۸۹ بريدونه په جنوبي وزيرستان، ۵۱ خيبر، ۴۹ چترال، ۴۱ شمالي وزيرستان، ۳۶ بنو، ۲۴ په باجوړ او همداسې لسګونه نور په بېلابېلو ولايتونو کې ترسره شوي دي.

د پاکستاني طالبانو غورځنګ ویلي، چې په بريدونو کې یې تر ټولو ډېر ۱۳۹ درازکوف يا لیزري، ۱۳۳ چریکي، ۳۲ کمینونه، ۱۵ هدفي، ۱۴ د لاسي بمونو، ۸ توغنديز، ۷ تعرضي او ۱۹ ځوابي بریدونه شامل دي.

په خپرو شويو معلوماتو کې راغلي چې پاکستاني طالبانو د دې يوې مياشت عملیاتو په ترڅ کې د پاکستاني ځواکونو ۵۱ څارونکې کېمرې، ۲۴ عرادې پوځي وسایط، ۵ عدده ډرون کېمرې، ۱۰ بابه نظامي ودانۍ، ۱ عراده پوځي ټانګ، د لمریزې برېښنا او اوبو شبکې تخریب کړې دي.

پاکستاني طالبانو همدا راز په دې بريدونو کې ۷ کلاشنکوفونه، ۱ ميل پيکا، ۲ ميله اېل‌ اېم‌ جي‌ ټوپکونه، ۱ ميل راکټ له مرميو سره، ۲ عدده ډرون الوتکې، يو عراده موټرسايکل او ګڼ شمېر نور مهمات هم ترلاسه کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version