د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بي‌اېل‌اې) په یوه خبرپاڼه کې وایي، چې جنګیالیو یې په څلور جلا-جلا بریدونو کې د پاکستان پوځي رژیم څلور عسکر هلاک کړي او یو بل یې ټپي کړی دی.

د خبرپاڼې له‌مخې، دغه بریدونه د بلوچستان په مستونګ، بالګتر او سوراب سیمو کې ترسره شوي، چې پر مهال یې د پاکستان پوځي رژیم ته مالي زیان هم ور اوښتی دی.

«بي‌اېل‌اې» ویلي، دغو بریدونو کې دوه تنو بلوڅ وسله‌والو هم ژوند له لاسه ورکړی.

د یادونې ده، چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ وخت ناوخت بلوچستان کې د پاکستان پوځي رژیم پر عسکرو خونړي بریدونه کوي او ټینګار کوي، چې مبارزه به یې د خپلې خاورې تر بشپړې ازادۍ روانه وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version