د بلوچستان ازادۍ غورځنګ (BLA) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې جنګیالیو یې د بلوچستان ایالت زامران او قلات ولسواليو کې په دوو جلا بریدونو کې ۱۰ پاکستاني عسکر وژلي.

خبر پاڼه زیاتوي، بریدونه تېره او وړمه ورځ د پاکستاني پوځیانو پر کاروان او یوې پوستې ترسره شوي.

د بلوچستان ازادۍ غورځنګ ویلي، چې په یادو بریدونو کې دوه عسکر ټپیان شوي هم دي.

د پاکستان پوځ تر دې مهاله د دې بریدونو په اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو بلوڅ ازادي غوښتونکو د ورته بریدونو د دوام خبر ورکړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version