د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بياېلاې) ویاند جیئند بلوڅ ویلي، چې سرمچارو یې د بلوچستان مرکز کویټه کې د پاکستان پوځي رژیم پر عسکرو برید کړی.
بلوڅ په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دې برید کې د پاکستان پوځي رژیم څلور عسکر چې ده «اشغالګر» بللي، هلاک شوي دي.
برید د سپکو او درنو وسلو پر مټ شوی، چې پر مهال یې ګڼ پاکستاني عسکر ټپیان شوي او مالي زیان هم ور اوښتی دی.
د پاکستان پوځي رژیم چې په دې وروستیو کې د ازادي غوښتونکو تر سخت پوځي فشار لاندې دی، په دې اړه څه نهدي ویلي.
