له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ سرچینې وایي، پاکستاني طالبانو د کوز دیر لعل کلا سیمه کې د جګړې پر مهال اووه پاکستاني پوځیان وژلي، چې لا یې هم جسدونه د پاکستاني طالبانو په ولکه کې دي.

سرچینه زیاتوي، چې دې جګړې پرله‌پسې څو ساعته دوام کړی، چې پر مهال یې ګڼ شمېر پاکستاني پوځیان ټپیان شوي هم دي.

د سرچینې د معلوماتو له‌مخې، پاکستاني طالبانو له يادو وژل شويو پوځیانو څخه څلور ميله جي‌تري ټوپکونه، يو ميل کلاشينکوف او يو ميل اېل‌اېم جي پيکا، يو د شپې ليزر دوربین، په سلګونو مرمۍ او ګڼ شمېر نور مهمات ترلاسه کړي دي.

دې سرچینې همداراز ویلي، پاکستاني طالبانو ته جګړه کې هیڅ راز زیان نه‌دی رسېدلی او په خوندي ډول لا هم په سیمه کې حضور لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version