د بلوڅو بېلتون‌پالې ډلې (BLA) د یوې اعلامیې په خپرولو سره پاکستاني حکومت ته د بندیانو د تبادلې لپاره ۴۸ ساعته وخت ورکړی او ویلي یې دي، چې که چېرې دا چاره ونه‌شي او یا هم د پوځي اقدام هڅه وشي نو نیول شوي کسان به له منځه یووړل شي او اورګاډی به په بشپړ ډول ویجاړ شي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې (BLA) غورځنګ قومندانانو د منظمې پوځي ستراتیژۍ پر مټ د پاکستاني حکومت ځمکني او هوايي ځواک له اته ساعته جګړې وروسته شاتګ ته اړ کړی او په دغو نښتو کې یې له ۳۰ ډېر پاکستاني پوځیان هم وژلي دي.

بلوڅ بېلتون‌پالو ویلي، چې دا مهال د پاکستان ۲۱۴ تنه پوځي، نیمه پوځي، پولیس او استخباراتي ځواکونه ورسره په توقیف کې دي.

اعلامیه کې راغلي، (BLA) د پاکستاني حکومت ته ۴۸ ساعته وخت ورکړی، چې سمدستي او بې له کوم شرطه بلوچ سیاسي بندیان، جبري لادرکه شوي او د ملي مقاومت فعالان خوشې کړي.

یاد غورځنګ د خبرپاڼې په پای کې پاکستاني حکومت ته خبرداری ورکړی چې دا اعلامیه یې وروستۍ ده او (BLA) د خپلې هرې پرېکړې د بشپړ، اغېزمن او سمدستي تطبیق توان لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version