د پرځېدلي جمهوریت په وروستیو کې چې اشرف غني د واک پر ګدۍ ناست و، یوه داسې کړۍ یې تر ځان راتاو کړې وه چې نږدې ټول عمر یې په بهرنیو او غربي هېوادونو کې تېر کړی و، هلته یې زده کړې کړې وې، روزل شوي وو او د افغانستان له خلکو، فرهنګ، دودونو او ارزښتونو سره تر ډېره نا اشنا وو، په کابل کې یې له مېشتو د غربي هېوادونو سفارت خونو او نورو غربي استازولیو سره ډېرې نږدې اړیکې او راشه – درشه درلوده او آن داسې هم ویل کېدل چې دا کسان مستقیماً د امریکا او نورو غربي هېوادونو په فرمایش مقرر شوي وو.

دوی په افغانستان کې امریکايي او غربي اشغال ته د توجیه موندلو او دغه راز په افغانستان کې د غربي فرهنګ او ارزښتونو د دودولو لپاره تر پخوانیو هغو ډېرې منډې ترړې کولې او د هغه مهال مسخره حکومتولي یې لا پسې مسخره کړې وه. که څه هم دا کړۍ یو څه لویه وه، خو په رأس کې یې محب، فضلي، کارګر او ځینې نورې مرموزې او مجهولې څهرې وې. ترڅنګ یې بیا د خپلو تورو څهرو د پټولو لپاره تر ځان نورې کاذبې کړۍ هم راتاو کړې وې، خو تر بهرنیانو وروسته اصلي تصمیم نیونکي همدوی وو.

په داخلي چارواکو کې په دې کړۍ د هیڅ چا زور نه رسېده، هره ورځ یې داسې کارونه کول چې د افغانستان خلک به ورته هک پک حیران وو. د دې کار په بدل کې به یې زرګونه ډالره تنخواوې او امتیازات اخیستل، دغه راز به یې د سلګونه زره ډالرو په ارزښت له پروژو څخه پیسې وهلې، په اخلاقي او اداري فساد کې ککړ وو او د هغه مهال مهمې حکومتي او دولتي ادارې یې له کمېشنکارانو او نورو بدنامو څهرو څخه ډکې کړې وې، ځینې داسې کسان یې هم مقرر کړي وو چې له بهرنیو هېوادونو یې راوستي وو، دلته یې د افغانستان تذکرې ورته جوړې کړې وې، خو له خلکو سره د افغانستان په یوه ژبه هم نه پوهېدل، چې ښه بېلګه یې د هغه مهال لبنانی وګړی و چې دلته یې نوم ورته اجمل احمدي اېښی و او د مرکزي بانک رئیس یې ټاکلی و.

د احمدي په څېر ډېر نور داسې مجهول الهویته او مرموز کسان هم وو، چې دلته تنها د غلاوو او شوړو لپاره راوستل شوي وو او د افغانستان د خلکو د پیسو له غلا وروسته به بېرته خپلو هېوادونو ته تلل. جالبه یې دا وه چې همدې کړۍ به بیا په رسنیو کې ځانونه تر ټولو ډېر وطندوسته، ملي فکره او هېواد او خلکو ته ژمن بلل. سترې ادعاوې به یې کولې، د افغانستان په تاریخ کې به یې په ځينو پخوانیو څهرو پسې خندل او ځانونه به یې تر هغوی ډېر ښه بلل، د پیسو او نورو امتیازاتو په بدل کې به یې غونډې او ناستې جوړولې، مداحانو به یې ستاینې کولې او دوی به د دغه کاذبو مدحو او ستاینو په بدل کې خپل شوم پلانونه په چټکۍ سره پر مخ وړل.

ټوله حکومتولي یې همداسې روانه وه، تر دې چې یو وخت یې د واک او ځواک وروستۍ ورځې راوستې او په چټکۍ سره له هېواده وتښتېدل. اشرف غني چې دا کسان یې په شعوري توګه د خپل ماموریت لپاره راوستي وو، له هېواده تر تېښتې وروسته، تورې – سپینې شروع کړې او له همدې کسانو یې شکایتونه او ګیلې شروع کړې. اشرف غني وايي دا کسان یې ښه نه پېژندل او له ده سره یې دوکه او خیانت کړی. په تازه مورد کې د اشرف غني ورور حشمت غني وايي، د جمهوریت د پرځېدو پر مهال محب، فضلي او کارګر له اشرف غني سره خیانت وکړ، د جمهوریت په وروستیو کې همدې کړۍ د ولایتونو نظامي مسؤلینو، والیانو، امنیه قوماندانانو ته زنګونه کول او ترې غوښتنه یې کوله چې ګواکې جنګ دې نه کوي او تسلیم دې شي. اشرف غني په دې ډول څرګندونو هڅه کوي چې ځان سپین چرګ معرفي کړي او د ځان په اړه د خلکو او ولس قضاوت او نظر بدل کړي.

خو حقیقت دا و، چې جمهوریت یوه پردۍ او غربي پروژه وه، له هماغه پیله د اشغال د توجیه او دوام لپاره رامنځ ته شوې وه، د اشرف غني په څېر پرديپالې او پردیو ګټو ته ژمنې څهرې د افغانانو پر اوږو بار کړل شوې وې او غربیانو د همدې مهرو له لارې هڅه کول چې دلته غربي ارزښتونه پر خلکو وتپي او د دوی اشغال دوام ومومي. د اشرف غني او حلقې ترمنځ د مخالفتونو او تورونو دا لړۍ یوازې د ځان سپینولو لپاره هڅه ده، چې هر اړخ یې کوي. دوی هڅه کوي چې د ځان په اړه د افغانانو او تاریخ نظر او لیدلوری بدل کړي، خو حقیقت دا دی افغانان په دې ښه پوه شول چې په تېرو دوه لسیزو کې څه ورسره وشول، غربیانو د بشري حقونو د مدافعینو په نوم څه ورسره وکړل؟ او دغه پرديپالو او د پردیو په مرسته راغلو داخلي اجنټانو تر سترو نومونو او شعارونو لاندې څه ورسره وکړل؟ د دوی په اړه د افغانانو او تاریخ قضاوت رښتونی او د حقایقو پر بنسټ ولاړ دی او دا ډول هڅې او د تمساح اوښکې تویول هېڅکله هم د دوی تورې څهرې نه شي سپینولی.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version