د بلوڅو ازادي غوښتونکي غورځنګ (BLA) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې وسله‌والو یې د بلوچستان ایالت په زامران او پنجګور ولسوالیو کې په پنځو جلا بریدونو کې څلور پاکستاني پوځیان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې دغو بريدونو کې د دوی يوه جنګیالي هم ژوند له لاسه ورکړی دی.

هېره دې نه‌وي، چې پاکستاني چارواکو تر دې مهاله د يادو بريدونو په اړه څه نه دي ویلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version