پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د بلوچستان ایالتي حکومت د ګوادر او پنجګور سرحدي سیمو کې له ایران سره ځمکنۍ پولي تر نامعلومې نېټې تړلي دي.

د «اېکسپریس ټریبیون» ورځپاڼې د خبر له مخې، ځایي حکومت سملاسي په یادو سیمو کې پر ځمکني پلي تګ‌راتګ او د سوداګریزو توکو پر لېږد رالېږد بندیز عملي کړی.

پاکستاني چارواکو د لارو تړل کېدو د لاملونو په اړه وضاحت نه‌دی ورکړی؛ خو اټکل کېږي چې دا پرېکړه د سرحدي خوندیتابه او وروستیو سیمه‌ییزو تحولاتو له امله شوې وي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version