د بلوڅو بېلتون‌پالې ډلې (بي‌اېل‌اېف) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې وسله‌والو یې د یاد ایالت مشکې او کولواه ولسوالیو کې پر پاکستاني پوځیانو ۴ جلا-جلا بریدونه ترسره کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو بریدونو کې پنځه پوځیان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

بي‌اېل‌اېف وړاندې خبرداری ورکړی، چې پوځ له ملکي سیمو د سنګر په توګه کار اخلي، چې له امله یې ملکیان زیانمنېږي.

دغه ډله وايي، که پاکستاني پوځ بلوچستان کې خپل فعالیتونه ونه دروي، دوی به پرې خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

پاکستاني چارواکو تر دې دمه بي‌اېل‌اېف دې تازه ادعاوو په اړه څه نه‌دي ویلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version