د اېن‌بي‌سي‌ نيوز رسنۍ د راپور له مخې سپینه ماڼۍ د امریکا الاسکا ایالت ته د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پر احتمالي بلنې غور کوي، چې ټاکل شوې په کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

سرچينه وايي، د امریکا یو لوړ پوړی چارواکی او درې هغه کسان، چې له کورنیو خبرو اترو خبر دي؛ دا خبر تائید کړی دی.

د معلوماتو له مخې د زیلینسکي احتمالي سفر تر دې دمه وروستی شوی نه دی او دا هم روښانه نه ده، چې د اوکراین ولسمشر به بالاخره د الاسکا ناستو ته سفر وکړي که نه؟ خو سره له دې دا شونتیا اوس هم شته.

ياده دې وي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د اګست پر پنځلسمه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په الاسکا کې وويني، چې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي. کریملین ماڼۍ هم د دې ناستې پخلی کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version