د نړیوالو رسنیو د راپورونو لهمخې، تېره شپه لسګونه زره صهیونیستانو په اسرائیل (اشغال شوي فلسطین) کې د بنیامین نتنیاهو له لوري د غزې د نیولو د طرحې پر ضد لاریون وکړ.
ویل شوي لاریون کوونکو د جګړې ژر تر ژره پای ته رسېدو او د زندانیانو د ازادېدو غوښتنه کړې او دغه راز یې له ټرمپ څخه غوښتي چې د نتنیاهو د جګړهییز سیاست پر وړاندې اقدام وکړي.
ورته مهال یوه ډله صهیونیستي اتباعو د دغه رژیم پر ۱۳ تلویزیوني چینل هجوم ور وړی او له هغه ځایه یې نېغ په نېغه له حماس سره د سولې او اوربند غوښتنه کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې وړمه ورځ د صهیونیستي رژیم امنیتي کابینې له لوري د غزې د اشغال طرحه تائید شوه او اټکل کېږي، چې نن ورځ یاده طرحه د دغه رژیم د وزیرانو شوری له خوا هم تصویب شي.