د بلوڅو بېلتون پالې ډلې (BLF) خبر ورکړی چې، وسله‌والو یې د بلوچستان ایالت په تمپ ولسوالۍ کې د نسیم کوهي په نوم یو کس د پاکستان پوځ ته د جاسوسۍ په تور په هلاکت رسولی.

د بلوچستان محلي چارواکو د یاد استخباراتي کارمند د هلاکت په اړه څه نه‌دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې، په دې وروستیو کې بلوچستان کې پر پاکستاني پوځیانو او امنیتي کارکوونکو د بلوڅ بېلتون پالو بریدونه د پام وړ ډېر شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version