د سیمه‌ییزو سرچینو د راپورونو له مخې د بلوچستان ایالت د مرکز کويټې ښار مستونګ سيمه کې پر پاکستاني پوځيانو بريد شوی چې په ترڅ کې یې ۴ پوځيان هلاک شوي او دوه نور ټپيان دي.

راپورونه کاږي، بريد تېره شپه ناوخته د ناپيژانده وسله‌والو لخوا ترسره شوی او بریدګرو د هلاک شویو پوځیانو وسلې هم له ځانه سره وړې دي.
د دې برید مسؤلیت کومې ډلې نه دی منلی.

یاده دې وي چې تېره ورځ په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني طالبانو په برید کې هم اووه پاکستاني پوځیان هلاک شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version