هندوکش‌غږ ته ځایي سرچینو ویلي چې پاکستاني طالبانو د شمالي وزيرستان په الماره سيمه کې د پاکستاني پوځيانو پر کاروان برید کړی، چې په ترڅ کې یې اووه تنه پوځیان هلاک شوي دي.

سرچينه وايي، پر یاد پوځي کاروان بريد تېره ورځ غرمه مهال ترسره شوی، چې د ځاني تلفاتو سربېره ګڼ شمېر نظامي وسایط هم تخریب شوي دي.

د پاکستان امنیتي ادارو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version