له بلوچستان ایالت څخه ځایي سرچینو هندوکش‌غږ ته وویل چې د دې ایالت په تربيت کې د ناپېژانده وسله‌والو په برید کې د فضل په نوم د پاکستان د ځایي امنیتي ادارو کارمند هلاک شوی دی.

بل خوا ځایي سرچینو راپور ورکړی، د یاد ایالت په مرکز کویټې ښار کې هم د وسله‌والو په برید کې د یو افسر په ګډون پنځو پاکستاني پولیسو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

یاده دې وي چې په دې وروستيو کې بلوچستان کې پر پوځ او پولیسو بریدونه د پام وړ ډېر شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version