د سیمه‌ییزو سرچینو د معلوماتو له مخې پاکستاني پوځیان بلوچستان کې له پرله‌پسې ماتې وروسته له تېرو دوو ورځو را په دېخوا پوځي عملیات پیل کړي.

د معلوماتو له مخې سیمه کې پوځي هلیکوپټرې پر ملکي وګړو بریدونه کوي، چې له امله یې ګڼ شمېر خلکو خپل کورونه پریښي او له سیمې د تېښتې په حال کې دي.

همدا راز په ټولنیزو شبکو کې یو شمېر بلوڅ فعالانو پر خلکو غږ کړی چې د پاکستاني پوځیانو د دې چارې پر خلاف غږ پورته کړي.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان حکومت بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکي غورځنګ وسله‌والو پر ضد د عملیاتو پیلېدل تائید کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version