د سیمه‌ییزو سرچینو د راپورو نو له مخې د بلوچستان ایالت په “خاران” سیمه کې دوه پرله‌پسې زورورې چاودنې شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې د یادو چادنو هدف په سیمه کې پاکستاني پوځیان وو.

بلخوا د پاکستان امنيتي سرچينو د دغه هېواد د پوځیانو په نښه کېدل تائید کړي، خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده چې په بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکي غورځنګ وسله‌وال وخت ناوخت پر پاکستاني پوځیانو دغه ډول چاودنې او بریدونه کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version