د بلوڅو بیلتون غوښتونکي غورځنګ (BLA) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، وسلهوالو یې پرون د بلوچستان ايالت زامران ولسوالۍ کې پر پوځي کاروان بمي چاودنه ترسره کړې، چې په ترڅ کې یې پنځه تنه پوځیان وژل شوي.
بلوڅ بېلتون غوښتونکي غورځنګ زیاته کړې ده چې په دغه برید کې، دوه نور پوځیان ټپيان شوي او موټر یې هم په بشپړ ډول تخریب شوی دی.