پنجشنبه/د دلوې ۱۲ مه
په رسنیو کې د خپاره شویو راپورونو پر اساس ویل شويدي، چې د بلوڅو ازادي غوښتونکو ځواکونو اعلان کړی دی، چې د تېرو دوو ورځو او دوه شپو را پدیخوا خوا د بلوچستان د مچ ښار په مکمل ډول د دوی تر کنترول لاندې دی او په دې ښار کې نور د عملیاتو د ودرېدو خبر ورکوي.

د بلوڅو ازادي غوښتوونکي ځواکونه زیاتوي، چې دوی خپلو ټولو اهدافو ته رسېدلي دي او د مشرتابه د تصمیم پر اساس د بلوچستان په مچ ښار کې د سیمې پر وخت د چهار شنبې ورځ ۱۹:۰۰ بجو یې خپلو عملیاتو ته پای ټکی ایښی دی.

دوی په رسنیو غږ کړی، چې یاد ښار ته راشي او د ښار او د خلکو په اړه راپورونه جوړ او نړۍوالو ته یې ورسوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version