ارغوان وطنیار

زموږ وطن کې د بغاوتونو ريښه نه اوسنۍ ده او نه هم تر ډېره داخلي بعُدونه لري. یو څه بهرني مداخلې ددې لامل شوي چې د بغاوتونو زړي راشنه شي او مرکزي نظامونه وننګوي.
که موږ د فولادي امیر، امیر عبدالرحمن خان دور ته سر ورښکاره کړو د هغه د واکمنۍ ډېره موده په دې تېره شوه چې بغاوتونه مهار کړي او افغانستان کې د مرکزي حاکم نظام بنسټ کېږدي.
د نوموړي د واکمنۍ پرمهال غیر پښتون قومونو د افغانستان مرکزي نظام له منلو انکار کړی، هغه وخت هم چا د تاجکستان او چا د هزارستان د سندرو سريندې غږولې چې فولادي امیر دوی د تورې په زور د مرکزي نظام تابع کړل.
له هغه پخوا هم د داسې بغاوتونو بېلګې شته. د تېمور شاه له مړینې وروسته د هغه د زامنو ترمنځ د واک په سر شخړې وې چې دواړه، داخلي او بهرني فکتورونه یې لرل لکه د شاه شجاع ملاتړ انګریزانو وکړ او ددې ملاتړ په بدل کې یې پېښور د افغانستان له بدنې جلا او د بریتانوي هند برخه یې وګرځوله. شاه شجاع غوښتل خپل د سکه ورور شاه زمان غچ له خپلو نورو ناسکه وروڼو همایون او کامران څخه واخلي چې هغوی د وزیر فتح خان بارکزي په ملاتړ شاه زمان له تخته را وغورځاوه او دواړه سترګې یې پرې را وباسلې. موږ په تاریخي حوالې ویلی شو چې د افغانستان د انحطاط او زوال د تیمور شاه له مړینې وروسته پېل شوی چې کورني او بهرني عوامل یې لرل. کورني یې همدا و چې د تیمور شاه زوی شاه زمان د بارکزیو د قبیلې مخور شخص پاینده محمد خان غر غره کړ، ممکن شاه زمان نوموړی خپلې واکمنۍ ته سر خوږی بللی وي، د هغه زوی وزیر فتح خان د شاه په وړاندې لښکر کشي پېل کړه او افغانستان کې داخلي ګډوډۍ پېل شوې. وزیر فتح خان د شاه په وړاندې د ده ورور همایون ولمساوه. د پاینده محمدخان بارکزي کورنۍ د کینګ مایکر (پاچا جوړونې)کورنۍ باندې شهرت لاره .
داخلي مسأله همدا وه چې فتح خان د خپل د پلار غچ اخیسته او د شاه زمان سره یې نورو وروڼو د قدرت په سر په شخړه کې کېوتل.
بیرونۍ لامل یې د انګرېزانو کمین و چې ان د تېمور د واکمنۍ پرمهال یې د افغانستان لپاره لومې غوړولې وې؛ ځکه انګریزانو هند ته د طلایي چرګ په سترګه کتل او د هند ډېره برخه تېمورشاه تسخیر کړې وه او بیا د تېمورشاه له واکمنۍ وروسته د لوی افغانستان بدنه ورو ورو غوڅېدله، تر دې چې په هندوستان انګرېزانو مستقیم یرغل پېل کړ او دلته افغانستان کې هم اړ و دوړ زور اخیستی و. شاه زمان به چې په هرات کې د بغاوت د کابو کولو په موخه لښکري کشي وکړه بلخوا به په هندوستان جګړه شدیده شوه او سلطان ټيپو به د افغانستان مرستې ته لارې څارلې، شاه زمان به د انګریزانو د هجوم د مخنیوي په موخه مخ هند ته واړوه نو ددغه افغان واکمن لس کلنه واکمنۍ داسې تېره شوه چې دی د آس له شاه نه کوز نشو.
اوسني بغاوتونه تر پخوا هغه بیخي متفاوته دي چې تر ډېره بیروني ملاتړ باندې تکیه دي. که تاسو له نن څخه شل کاله پخوا د طالبانو تحریک ته سر ورښکاره کړﺉ تر هغو چې امریکا د تېر امارت د نسکورولو په موخه لښکر کشي نه وه کړې، داخلي جنګیالیو د طالبانو په وړاندې د درېدلو مجال نه درلود.
هغه وو چې امریکا تصمیم ونیو، داخلي ملیشو یې پاڅونونه پېل کړل. لکه فهیم خان د کابل فاتح شو، کرزي ارزګان ونیوه، شېرزي کندهار سقوط کړ، حاجي قدیر او حضرت علي ننګرهار او مشرقي ونیول. پاخان ځدران لویه پکتیا باندې ولکه ټینګه کړه، دوستم کندز، جوزجان، فاریاب او تخار ونیول، اسمعیل خان هرات ونیو او عطامحمد نور بلخ ونیو. په دې ترتیب ناټو د خپلو داخلي همکارانو پر مټ افغانستان اشغال کړ او افغانستان کې همدې کسانو د واک جزیرې رامنځ ته کړې چې ان خپل نظام ته په سر خوږي اوښتي وو ځکه یاد خلک د شل کلنې جګړې میلونران هم بلل کېږي.
دوی هغه مهال چې د شمالي ټلوالې د چریکانو قومندان احمد شاه مسعود ژوندی وو د لومړي مقاومت په اډانه کې سره راټول شوي و چې د امریکا د استخباراتو د ډالرو بستې د ګریشرون او نورو مامورینو په لاس پنجشیر ته لېږدول کېدلې. له بلې خوا د همدې قومندان د جګړو کاروبار د پنجشیر د زمردو په لېلام اباد و. ترڅنګ یې یاد قومندان د روسیې او فرانسې سره ستراتیژیکه ملګرتیا لرله چې دا انډیوالي د افغانستان لپاره یوه نړیواله معضله وه او په سیمه ایزه کچه یې د تاجکستان او ایران سره ځان د فارسي تمدن میراث ګاڼه. د دې برسېره هغه د افغان له هویت انکاري و، کله به یې د خراسان تبله وهله او کله به یې ځان تاجک باله نو د افغان یوه برخه خلک یې د هویت له بحران سره هم مخ کړي.
په جمهوري نظام کې یې ورور احمدضیا مسعود ځان د قومندان مسعود ځایناستی باله، د نوموړي په تړاو دوکتور رنګین سپنتا خپل کتاب کې لیکلي: دی هغه مهال د ولسمشر لومړی مرستیال و چې افغانستان سره یې د ایران مرستې قبضه کولې او ایران سره یې دا خبره منلې وه چې هغوی به د نظام پر ځای د شمالي اتحاد له جبهې سره مالي ملاتړ کوي نو د ایران مالي مرستې د نظام په ځای د جبهې خزانې ته توېدلې خو کله به چې د افغان خبره یاده شوه، دی به د افغان پر ضد ودرېد. ان تر دې چې پېژندپاڼو له اخیستو سره یې پرېکون اعلان کړ، د بریښنايي تذکرو د مخنیوي او خنډ لپاره یې دسیسې پېل کړې.
کله چې له معاونیته لرې هم شو بیا یې هم د تذکرو او د وخت نظام کې د سهم اخیستو په موخه لاریون وکړ، ان د ارګ شاوخوا یې خیمې ودرولې.
دوی ته همدا دندې او اجنډاوې وروکول کېدې. د بلخ برحاله والي عطاءنور به ویل (اګر خارجي ها اجازه بدهد در ظرف ٢٤ ساعت ارګ را سقوط خواهد داد)
اوس خبره د دویم مقاومت ده دا مقاومت هم د لومړي مقاومت د قومندان د زوی میراث دی چې له فرانسې یې ملاتړ کېږي ځکه هم لومړی فرانسې ته ورغی، هلته هغوی ورته سیاسي پروټکول ورکړ، یو واټ یې دده د پلار په نوم ونوماوه بیا سویس او روسیې ته ورغی، د ایران څو ناستو کې یې برخه واخیسته، تاجکستان ته لاړ د هغه ځای ولسمشر امام علي رحمان پر طالبانو غږ وکړ چې نوموړی افغانستان کې د تاجکانو حق غواړي خو دا د تاجکانو د حق خبره نه ده بلکې نس خوږی یې بل ځای کې دی چې هغه په افغانستان کې د یو حاکم نظام راتګ دی.
اوس هم د تېر په څېر دغه چریکان د طالبانو پر وړاندې د درېدو توان نه لري خپلو بادرانو باندې بېوزلانه ډول نارې وهي چې خیر دی زموږ ملاتړ وکړﺉ.
لکه د ترکیې ناسته کې چې جنرال رشید دوستم په خارجیانو غږ وکړ چې پېسې او وسلې نه غواړو، یوازې ستاسې سیاسي ملاتړ غواړو همدا غږ محقق، عطا او سمیع سادات هم وکړ چې په دې وطن کې یو بل توپان پېل کاندي.
د افغانستان ملت د وطن د استقلال ساتلو او ابادۍ ارمانجن دی، دلته د هیڅ لوري جګړه د وطن او ارزښتونو په خېر نه ګڼي. بلکې د نظامدارۍ او په نظام کې د اصلاحاتو غوښتنه له اوسنیو واکمنو څخه د دوی عمده غوښتنه ده.
د طالبانو په راتګ سره افغانستان کې د ودانیزو چارو جهاد پېل شوی، د کانونو استخراج، د قوشتیپې کانال رغیدل، د سالنګ تونل او واټ جوړېدل، د بغلان د قندو فابریکي احیا، د سپین زر شرکت د بیا پېل چارې، د جمهوري نظام نیمه کاره پروژو تکمیل او د هغه نظام د پورونو تادیه کول یې بیلګې دي.
د افغانیو د ثبات ساتل، د بازار کنټرول، د افغان بانکنوټونو چاپول، د دولتي بستونو اعلان ته سپارل، د پخوانيو او اوسنيو مسلکي نظامي کادرونو یوځای کول. دا هغه ظرفیت و چې چایې تصور نشو کولی.
اوس نو د افغانستان پر ضد جګړه مارو جبهو ته د جګړې لامل نه دی پاتې، دوی په کوم نوم د نړۍ نیابتي جګړه پېلوي؟
موږ دوه ارزښته لرو اسلام او وطن ۔
طالبان د اسلامي نظام د اقامې ایمان او عقیده لري. بل وطني ارزښت دی چې دغه خلک د همدې وطن له متن نه را پیدا شوي نور داسې کومه بهانه پاتې نه ده چې جنګي ډلې بهانه وتراشي او بغاوتونه پېل کاندي

ځواب پریږدئ

Exit mobile version