ارغوان وطنیار

څنګه چې نړۍ د اقتصادي جګړو محاذ کې ننوتې او هڅه کوي چې خپلو تولیداتو لپاره مارکیټ پېدا کړي او د دنیا بازارونه تسخیر کړي، د همدې موخې لپاره سیاسي حربې او چالونه کاروي.
نن سبا د دپلوماسۍ ټوله دستګاه په همدې اخته ده چې د دنیا هیوادونه خپلې ګټې نورو ځایونو کې ولټوي او هلته یې خوندي وساتي.
د دپلوماسۍ په قاموس کې سفیران، شارزدافیران او نور دپلوماتیک اشخاص د خپلو هیوادونو د ګټو تجسس کوي یا په بله ژبه دوی د جاسوسۍ لپاره ګومارل کېږي.
راځو په کابل کې د 2024 کال د کابل ناستې ته چې د دنیا او د سیمي د هېوادونو سیاسي ارکانو په کې برخه لرله. دغه ناسته د افغانستان په کوربتوب ترسره شوه چې مشري یې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي کوله. د روسیې، ایران او تاجکستان په شمول ګڼو هېوادونو افغانستان کې د ټولشموله دولت په جوړېدو ټینګار درلود او د افغانستان د بهرنیو وزیر یې غبرګون کې وویل چې دا زموږ کورنۍ مسله ده، څنګه چې موږ دا حق ځانته نه دی ورکړی چې د دنیا د نظامونو پر بڼو او نوعو وغږیږو او خپلې سلیقې په کې وغواړو دغه ډول له نورو هېوادونو هم همدا تمه لرو چې زموږ کورني مسایل دې نه ننګوي او هېڅ بېرونۍ نسخې د افغانستان درد نه دی دوا کړی.
د متقي پورته خبره زموږ د پېړیو تجربه ده، انګریزانو د خپلې سلیقې مطابق نظامونه جوړ کړل چې د شرق هیوادونو لخوا وننګول شول او افغانستان یې د نزاع او ټکرونو پر جغرافیې واړاوو، دغه ډول روسیې خپل لاسپوڅي په اقتدار راوستل چې د لویدیځ لخوا چلنج شول او دلته د جګړې اور بل شو. موږ په شرق تکیه شو؟ که په غرب تکیه شو؟ یا دواړو ایګنور کړو او خپله خپل مسیر وټاکو؟
زموږ د بحران د حل نسخه زموږ خپل برخلیک په خپله ټاکل دي، موږ تېرو تجربو ته په کتو د شرق او غرب د رقابتونو نه باید راووځو. موږ ولیدل چې امیر شیر علي خان شرق ته نږدې شو مګر په سپین میدان پاتې شو، عبدالرحمن خان غرب ته نږدې شو د افغانستان له بدنې نیمه جغرافیه لاړه، د ظاهر د سلطنت پر مهال افغانستان یو څه حایل او یو څه روسانو ته په امتیاز قایل شو خو وروسته چې د دموکراسۍ د لسیزې صدراعظمان راغلل هغوی په روسیې اتکا کمه کړه، یو څه یې غرب ته میلان پېداکړ، غوښتل یې چې په بهرني سیاست او تګلاره کې بیلانس رامنځ ته کړي چې دا چاره روسانو ته د منلو نه وه، خپل نفوذي کړۍ یې ولمسولې او سلطنتي پسې یې د داود خان جمهوریت له پښو وغورځاوه، خلقیان په اقتدار راغلل او بیا یې بېرته د خلقیانو رهبرانو یو پر بل پسې تېزندۍ کړل.
اوس یو ځل بیا روسان له موږ ټولشموله حکومت غواړي د دوی هدف دادی چې زموږ جغرافیه باندې د سترنج لوبه پېل کړي، خپلې دانې ولوبي او خپل رقیبان دلته کیش او مات کړي، موږ بیا له سیالۍ او خپلواکۍ لرې وساتي او دلته یو متزلزله حالت حاکم وساتي.
د ټولشموله تعریف که دا وي چې امرالله خان، بسم الله خان، اسمعیل خان، عطاء نور، دوستم ستمیان، خلقیان او خپل مهره سوخته مزدوران دې د نظام رأس ته راشي، هغه دې عظیم ملت قی کړي بیا به داسې لویه اشتباه تکرار نکړي.
ازموده را ازمودن خطا است و بس

ځواب پریږدئ

Exit mobile version