Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»بنګلدیش کې د سیکولرې حسینې پر ضد د اسلامپالو بریا
    لیکني

    بنګلدیش کې د سیکولرې حسینې پر ضد د اسلامپالو بریا

    عمران آغاعمران آغا6 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: محمد فیصل

    بنګلدیش کې له تیرو څو ورځو راهیسې د شیخ حسینې واجد پر ضد سخت لاریونونه روان وو چې په پای کې نن هغه له هېواد څخه وتښتېده.

    لاریونونه هغه مهال پیل شول چې د نوي قانون له مخې په دولتي دندو کې د هغو کسانو کورنیو ته ډېره ونډه ورکړل شوې وه، کومو چې د بنګلدیش د بیلتون په جګړه کې برخه اخیستې وه.

    په ۱۹۷۱ کال کې د بنګلدیش مشر او د حسینې پلار شیخ مجیب الرحمن د بنګلدیش د ازادۍ جګړه پر مخ وړه او بنګلدیش یې له پاکستان څخه د هند په مرسته جلا کړ.

    هغه مهال د ختیځ پاکستان (اوسني بنګلدیش) اسلامي ګوند جماعت اسلامي د بنګلدیش د بیلتون مخالفت کاوه؛٥ کله چې د سیکولر او سوسیالست ګوند (عوامي لیګ) مشر شیخ مجیب واک ترلاسه کړ، نو په جماعت یې بندیز ولګوه.

    په ۱۹۷۵ کال کې شیخ مجیب په یوې پوځي کودتا کې ووژل شو، خو لور یې حسینه ژوندۍ پاتې شوه؛ وروسته حسینه سیاست ته راووته او شل کاله د بنګلدیش لومړۍ وزیره وه.

    په بنګلدیش کې د حسینې عوامي لیګ د جماعت سخت مخالف دی او جماعت یې له بنګلدیش سره په خیانت تورن کړی دی؛ له ۲۰۱۳ کال راهیسې په ټاکنو کې جماعت ته د ګډون اجازه نه ورکول کیږي.

    وروستیو لسو کلونو کې د حسینې مستبد حکومت د جماعت لسګونه مشران اعدام کړي او زرګونه نور یې بندیان کړي دي.

    حسینې د تیرې جنورۍ میاشتې ناندریزو ټاکنو کې یو ځل بیا لومړی وزارت وګټه؛ هغه ټاکنې چې ټولو سیاسي ګوندونو رد کړي او له لاسوهنې یې ډکې بللې دي.

    د تیرې جولای میاشتې په ۱۵مه د کار د نوي قانون پر ضد لاریونونه په تاوتریخوالي بدل شول؛ تر اوسه د پولیسو په ډزو له ۳۰۰ زیات کسان وژل شوي چې خونړۍ ورځ یې پرون وه او ۹۰ کسان پرون ووژل شول؛ دغه راز زرګونه نور کسان بندیان شوي هم دي.

    دغه لاریونونه د حکومت ټولو مخالفو ډلو تنظیم کړي وو، خو جماعت هم پکې پراخ ګډون درلود.

    تیره پنجشنبه د حسینې حکومت په جماعت اسلامي ګوند او د محصلینو په تنظیم یې بندیز ولګوه.

    جماعت وویل چې د حسینې حکومت په دې ډول خپلې ناکامۍ پټوي، خو ۷۶ کلنه حسینه د خلکو زور ته ټینګه نه شوه او نن یې د خلکو د توندې غوسې له امله استعفی ورکړه او هند ته وتښتېده؛ پوځ ویلي چې یو سرپرست حکومت ته به واک وسپاري.

    د مستبدې حسینې تښتېدل ممکن د جماعت اسلامي ګوند ډیر خوشحاله کړي، ځکه د حسینې او د دې د پلار له لوري له جماعت سره سخت او ظالمانه چلند شوی و.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهتېر کال په هېواد کې ۵۷ د ښاري پراختیا پلانونه منظور شوي
    راتلونکي مقاله د شر او فساد ډلې وسله تعصب او په ولس کې تفرقه وه

    مربوطه لیکنې

    د پرځېدلي جمهوریت ناپاکې امنیتي لیکې د یو منظم حکومت بدیل کېدلی شي؟

    22 اگست 2025

    د پرځېدلي جمهوریت ناپاکې امنیتي لیکې د یو منظم حکومت بدیل کېدلی شي؟

    22 اگست 2025

    د پاکستان پوځ؛ د نیابتي ډلو ټپلو او مخالفینو وروستۍ هیله!

    20 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 اگست 2025

    تېره ورځ له ايران او پاکستان څخه څه باندې زر کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    سرحدي پوليسو له کندهاره دوبۍ ته د تاريخي سکو د قاچاق مخه نيولې

    22 اگست 2025

    د پرځېدلي جمهوریت ناپاکې امنیتي لیکې د یو منظم حکومت بدیل کېدلی شي؟

    22 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    تېره ورځ له ايران او پاکستان څخه څه باندې زر کورنۍ هېواد ته راستنې شوي

    22 اگست 2025

    سرحدي پوليسو له کندهاره دوبۍ ته د تاريخي سکو د قاچاق مخه نيولې

    22 اگست 2025

    د پرځېدلي جمهوریت ناپاکې امنیتي لیکې د یو منظم حکومت بدیل کېدلی شي؟

    22 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،002 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،948 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،971 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.