‏د هېواد بهرنیو چارو وزارت د اسرائيلي رژیم له لوري د سوماليا هېواد د «سومالیا لېنډ» خودمختاره سیمې په رسمیت پېژندل په کلکو ټکو غندلي.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې دا اقدام د یوه اسلامي هېواد د وېشلو هڅه ده او د سیمې د سولې او ثبات لپاره ناوړه پایلې لري.

بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې دغه ډول اقدامات هیڅ ډول مشروعیت او قانوني حیثیت نه‌لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version