د کابل ولایت مقام د رسنیو دفتر خبر ورکړی، چې د دغه ولایت میربچه‌کوټ ولسوالۍ کې د اراضي ریاست اړوند ۱۱ سوه ۱۶ جریبه ځمکه د درملو د تولید د معیاري صنعتي پارک د جوړولو په موخه د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شوه.

د یادې پرېکړې د عملي کېدو په هدف، د کابل والي ملا امین‌الله عبید او ورسره مل پلاوي د خط ‌اچونې، تسلیمي او لېږد بهیر د څار لپاره یادې سیمې ته سفر کړی دی.

د کابل والي ویلي، دا اقدام د هېواد په کچه د درملو د تولید په برخه کې د ځان‌بسیاینې، پر وارداتو د تکیې د کمولو او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو لپاره یو مهم او بنسټیز ګام دی.

د درملو د تولید د صنعتي پارک په جوړېدو سره به کورني درمل جوړونه پیاوړې شي او د عامې روغتیا سکتور به له اقتصادي او تخنیکي پلوه لا وده ومومي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version