‏د بهرنيو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې، سرپرست حکومت د ‎تاجکستان او قرغزستان ترمنځ د پولې د ترسيم تړون له لاسليک څخه هرکلی کوي.

اعلامیه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوکړې له لارې د دغه اوږدمهالي اختلاف هواری د سيمې د ثبات، ‎اقتصادي ودې او د متقابل باور پياوړتيا په لور مثبت ګام بلل شوی.

اعلامیه کې دغه راز راغلي چې، سرپرست حکومت تل د ‎سولې، تفاهم او د سیمه‌ییزو همکاریو د پراختیا ملاتړ کړی او باور لري، چې دغه تړون به په منځنۍ آسيا کې د تل‌پاتې سولې او همکارۍ يو نوی باب پرانيزي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version