د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، روسي ځواکونو تېره ورځ د اوکراین په «کريوي ریه» ښار کې پر یوې هستوګنیزې سیمې توغندیز برید کړی، چې له امله یې د دوو ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.
پر اوکراین د روسیې توغندیز برید په داسې حال کې کېږي چې، دواړو خواوو د امریکا له خوا پر یوه وړاندیز شوي ۳۰ ورځني اوربند موافقه هم کړې ده.