بهرنیو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره په افغانستان کې د بشپړ امنيت او غوره اقتصاد په تړاؤ د امريکا د کورني امنيت وزارت له لوري وروستۍ خپره شوې اعلاميه یو مثبت اقدام او د شته‌ حقایقو درک ګڼلی، او دغه څرګندونې یې د امنیت ټینګښت، اقتصادي ودې او نورو لاسته‌ راوړنو په برخه کې د سرپرست حکومت پر هڅو ښکاره اعتراف بللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې له امریکا او نورو هېوادونو سره د هغو افغانانو د راستنېدو په تړاؤ چې نور په کوربه هېوادونو کې د پاتې کېدو شرایط نه پوره کوي رغنده خبرو اترو ته چمتووالی ښودل شوی.

اعلامیه کې ویل شوي، چې موږ د داسې دوه اړخیزو مېکانیزمونو او خپلو وګړو ته د کونسلي خدماتو پر اهمیت ټینګار کوو، چې له منل شویو معیارونو سره سم د پیچلتیاوو مخنیوی وکړي، د ملي امنیت اندېښنو ته ځواب ووایي او د راستنېدونکو وګړو عزت او حقونه تضمین کړي.

ياده دې وي چې د امريکا د کورني امنيت وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي وو، چې په افغانستان کې امنيت ټينګ او اقتصادي وده روانه ده، نو په همدې اساس بايد امريکا ته تللي افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version