رویټرز خبري اژانس په یوه خپاره کړي راپور کې له امریکا سره د سعودي عربستان د لاسلیک شویو هوکړو جزییات خپاره کړي دي.

د راپور له مخې، سعودي عربستان به د امریکا په ګوټ ګوټ کې د مصنوعي ځيرکتیا په مرکزونو کې ۲۰ میلیارد ډالره پانګونه کوي.

د امریکا د ټیکنالوژۍ شرکتونو په دواړو هېوادونو کې د پرمختللو ټيکنالوژیو په برخه کې د ۸۰ میلیارد ډالرو پانګونې ژمنه کړې ده.

ورته مهال دوو باخبرو سرچینو رویټرز ته ویلي چې ټرمپ او محمد بن سلمان د ریاض له خوا د «لاکهید F-35» الوتکو د احتمالي پېرلو په اړه هم خبرې کړې دي.

د راپورونو له مخې، ټرمپ او بن سلمان به د ایران اټومي پروګرام د له منځه وړلو، په غزه کې د جګړې پای ته رسولو، د تېلو بیو کمولو او نورو مسایلو په اړه د امریکا پر هڅو هم خبرې اترې وکړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version