اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې تېره ورځ (دوشنبه) وسله‌والو د نایجریا په شمال لوېدیځ کې د یوې لیسې ۲۵ نجونې زده کوونکې تښتولي او د ښوونځي یو کارکوونکی یې وژلی دی.

په راپور کې راغلي، چې کومې وسله‌والې ډلې تر اوسه د دغې پېښې مسئولیت نه دی منلی او د تښتونې انګېزه هم څرګنده نه‌ده.

نایجریا کې تر دې وړاندې د ورته پېښو مسئولیت بوکو حرم وسله والې ډلې منلی دی.

دې ډلې په ۲۰۱۴ کال کې نایجریا کې د یوه ښوونځي څه باندې ۲۷۰ نجونې زده کوونکې تښتولې وې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version