پورته خبره د هېواد د کورنيو چارو وزير خليفه سراج الدين حقاني د امنيت په ټينګښت کې د برخوالو مجاهدينو د تقدير په غونډه کې وکړه.

ښاغلی حقاني همدا رنګه وايي ننی امنيت ستر الهي نعمت دی چې ټينګښت یې په خپلمنځي يووالي کېدای شي: نن زمونږ په هیواد کې ټینګ شوی امنیت په اصل کې د شرعي نظام د حاکمیت محصول دی. دا امنیت په حقیقت کې یو الهي ستر نعمت دی چې دوام یې د الله تعالی په شکر، د خپل شرعي امیر په اطاعت، له ولس سره په ښه تعامل او خپلمنځي هماهنګۍ کې نغښتی دی.

ښاغلی حقاني همدا رنګه زياتوي: مجاهدین په خاص ډول مسولین په هیواد کې د میشتو خلګو او دولتي او غیر دولتي موسساتو د خوندیتوب مکلفیت لري، هر مسول شخص چې د ولس د امنیت د خوندیتوب په برخه کې بې غوري وکړي د مسؤلینو لخوا تر پوښتنې لاندې نیول کیږي.

د ښاغلي حقاني د خبرو بله برخه بهر ته په تلليو افغانانو ورټوله وه او وايي: په ټولو هغو افغانانو او شخصیتونو غږ کوم چې لاهم له افغانستانه بهر د جلاوطني او بې حیثیتي ژوند تیروي او د خپل ولس او شرعي نظام د مخالفت په سوچ کې دي، دوی دې خپل هیواد ته راشي او دلته دې د ولس او نظام ترڅنګ ودریږي، افغانستان د ټولو افغانانو کور دی او یواځې په خپل کور کې د هر افغان حیثیت او وقار خوندي وي.

د اسلامي امارت رهبري او ټول افغان ولس به څومره خوښ وي چې نور یې په سیاسي اصطلاحاتو کې د سیاسي مخالفینو اصطلاح د ټولو وروڼو افغانانو په اصطلاح بدله شي.

نن د هېواد د کورنيو چارو وزارت په مقام کې د امنيت په ټينګښت کې د برخوالو مجاهدينو د تقدير تر نامه لاندې غونډه جوړه شوې وه چې پکې د استخباراتو لوی رياست، دفاع او کورنيو چارو وزارت اړوند امنيتي ځواکونه وستايل شول.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version