د ترکیې د کورنیو چارو وزارت نن پنجشنبه اعلان کړی چې د GURZ-1 په نوم عملیاتو کې یې د ترکيې د پلازمېنې استانبول په ګډون په بېلا بېلو ولايتو کې ۷۲ کسان له داعش سره د تړاو او اړيکو په شک نیولي دي.

د ترکيې د کورنيو چارو وزير علي یرلیکایا دا څرګندونې پر خپل ایکس اکاونټ کړې دي او وايي دا کسان د ترکیې په ۱۳ بېلابېلو ولایتونو کې نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده، د روان کال له پیل راهیسې، په ترکیه کې چې د داعشيانو لپاره د افرادو او پیسو د انتقال د مهم مرکز حیثیت لري، د خوارجو پر ضد عملیات پراخ شوي او لسګونه کسان له دې ډلې سره د تړاو درلودو په جرم نیول شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version