د فراه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس مولوي شاه‌محمد سروري ویلي چې، سږ‌کال له یاد ولایت څخه د ایران له لارې عراق ته ۱۲۸۲ ټنه بادرنګ صادر شوي دي.

ښاغلي سروري د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې، په دغه ولایت کې د شنو خونو لرونکو ته د یاد ریاست له لورې زده‌کړې ورکړل شوي او د وسايلو مرستې هم ورسره شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له بیاځل واکمنېدو وروسته افغاني صادراتي توکو ته پر بدیلو لارو غور شوی، چې په ترڅ کې یې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د افغانستان زراعتي محصولات رسېدلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version