د بلوڅو بېلتون‌پالې ډلې (بی‌ایل‌اېف) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې وسله‌والو یې په پنځو جلا‌-جلا بریدونو کې نهه پاکستاني پوځیان وژلي او شپږ نور یې ټپیان کړي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، دا بریدونه د بلوچستان په پنجګور، اواران او د هوشاب او پروم ترمنځ سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر ګزمې، پوستو او مرکزونو ترسره شوي دي.

بي‌اېل‌اېف ادعا کړې، چې پاکستاني پوځ ته یې له مرګ‌ژوبلې اړولو سربېره درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

بلوچستان لېبرېشن فرنټ (بی‌ایل‌اېف) بلوچستان کې د پاکستاني پوځ پر وړاندې له مهمو جنګېدونکو ډلو څخه ده. دوی وايي، چې دا عملیات یې د «ازاد بلوچستان» لپاره د مبارزې یوه برخه ده، او دا ډول بریدونه به روان ساتي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version