د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بي‌اېل‌اې) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د روانې اپرېل میاشتې له ۳مې تر ۱۴مې نېټې پورې یې د بلوچستان په ۷ سیمو کې ۱۴ بریدونه ترسره کړي دي.

د اعلامیې له مخې، په دغو عملیاتو کې د پاکستاني پوځ او استخباراتي شبکو ۲۹ غړي هلاک شوي او تر ۴ ډېر ټپیان دي.

بي‌اېل‌اې زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې پوځي کمپونه، مخابراتي ټاورونه او نور پوځي تاسیسات تخریب شوي او یو شمېر مهمات هم د دوی لاس ته ورغلي دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ د خپلو درې سرمچارانو وژل کېدل هم منلي او ټينګار یې کړی چې د دوی دا جګړه به د بلوچستان تر بشپړې ازادۍ پورې په شدت سره دوام ولري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version