د بلوڅ بېلتون‌پالې ډلې (بي‌اېل‌اې) وسله والو د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو ۱۲ جلا جلا بریدونه کړي، چې په ترڅ کې یې د یوه مېجر په ګډون ۲۴ پاکستاني پوځيان وژل شوي.

بي‌اېل‌اې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه بریدونه د بلوچستان ایالت مرکز کوېټه، مستونګ، قلات، زامران، نوشکي، دالبندین، پنجګور او بليده ولسواليو کې ترسره شوي دي.

بي‌اېل‌اې زیاتوي، وسله‌والو یې په دغو بریدونو کې جاسوسي کامرې او د معدنیاتو موټر هم له‌منځه وړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version